بخش خواهران ایما

پنجشنبه د اګست پر اتمه، ايما د مېرمنو څانګې يا AIMA Women wing (AWW) لخوا د “ميرمنې؛ د صحي ټولنې فعالې غړې” تر سرليک لاندې کانفرانس ترسره شو.
ياده غونډه چې الحيات روغتون کې ترسره شوه د کوچنۍ اسماء راشد لخوا د قران کريم په مبارک تلاوت سره پيل شوه. ورپسې د نجم خوېندو څانګې مرستيالې رقيه قانت چې د پروګرام وياندويي يې کوله د غونډې ګډنوالو ته ښه راغلاست ووايه.
د ايما رئيس ډاکټر سيدخالد راشد په ټولنه کې د ميرمنو پر ونډې خبره وکړه او د طبابت په ډګر کې يې د ميرمنو او خويندو نقش اړين وباله. ډاکټر راشد د طب په بيلابيلو تخصصونو کې د ميرمنو کمښت ته په اشاره وويل، چې ايما د Career counciling خدمتونو له لارې غواړي د طب محصلانې او نوې فارغانې مهمو تخصصونو ته تشويق کړي او په دې اړه د هغوى هر راز مرستې تسهيلوي.
ورپسې ايما د ميرمنو څانګې (AWW) مشرې او جلدي ناروغيو معالجې آغلې دوکتورس هانيه نورزۍ د AWW پر اهدافو او راتلونکو پلانونو خبرې وکړى او له خويندو يې وغوښتل، چې د طب په ډګر کې د خپلو خلکو او ولس ريښتيني خدمت ته په بشپړ اخلاص او ژمنتيا راپورته شي.
غونډه د ګډونوالو د تعليقونو او تبصرو وروسته پاى ته ورسيده.

دیدگاهتان را بنویسید

Scroll to top