د تلې یا میزان اوومه نیټه چې د زیږدیز کال د سپتمبر د نهه ویشتمې سره سمون خوري هر کال په نړۍ کې د زړه د نړیوالې ورځې په پار لمانځل کیږي.
افغانستان اسلامی طبي ټولنې او الحیات روغتون هم په دغه مناسبت الحیات روغتون کې د زړه د ناروغیو د مخنیوي په موخه د یو ستر ملي پروګرام په اعلانولو سره دغه ورځ ولمانځله .
افغانستان اسلامي طبي ټولنې (ایما) د ” زړه وژغورئ ، ژوند وژغورئ ” تر عنوان لاندې د یو سترملی پروګرام اعلان وکړ چې په ترڅ کې به یې هیوادوالو ته د زړه د ناروغیو څخه د ځان ساتنې ترڅنګ د زړه د ناروغیو د خطر د لاملونو د سکریننګ وړیا پروګرام هم سرته رسیږي.