کمپ تابستانی 2019

دوبيز کمپ؛ تعهد او مسلک!
راپور: ډاکټر وحيدالله مصلح
نوموړی کمپ روان کال د سنبلې مياشتې پر
۱۳، ۱۴ او ۱۵ مه د کابل په پغمان قصر کې داير شو، کمپ ته د هېواد له ۲۰ ولايتونو څخه تر ۳۲۰ ډېر نارينه طبي محصلين او ډاکټران او همدا راز د يوې ورځې لپاره تر ۹۰ ډېرې محصلينې او ډاکټرانې راغلې وې.

دوبيز کمپ؛ شانداره تياری!
دوبيز کمپ لپاره د افغانستان اسلامي طبي ټولنې ايما له دوه مياشتو راهيسې پلان او تياری پيل کړی و، په دغه تياري کې د ايما ټول مشرتابه او اعضا بوخت وو، د ايما سکرتريت د برنامې له دعوتنامو، هويت کارتونو، لستونو پرته د کمپ د ټولو چارو مرسته کوله، د تمويل کمېټې د برنامو د سپانسر او مالي ملاتړ ټول مشروع مجالونه لټول، د تمويل Fundraising عصري چلندونه د ايما د مالي حمايې مهمه برخه ده.
علمي او تحقيقي څانګې پر همدې موضوع دوبيز کمپ لپاره د يوې مستقلې جلسې Session تابيا نيولې وه او په دې لړ کې يې د هېواد له نامتو څېړونکو او مسلکي کدرونو سره په تماس کې دا برخه خورا په ښه ډول مخته يووړه. د ټولنيزو خدمتونو په برخه کې د دوبيز کمپ خدماتي برخې ته تياری نيولی و، کله چې د دوبيز کمپ په جريان کې د هېواد نامتو متخصصينو د دوبيز کمپ د برخوالو خدمت کاوه، چا د ډوډۍ ميز ته ډوډۍ راوړه او چا د چايو او اوبو غم کاوه دې منظر د طب پر محصلينو جلا اغېز ښنده او هغوی بيا په خپلو خاطر کې دا يادښت د خاطرو يو عطف ګاڼه.
محصلينو څانګې د دوبيز کمپ په بري کې خپله لويه برخه لرله، هغوی د محصلينو په خبرولو، پوهاوي او اړيکو کې لوی کردار ادا کړ، له نظري برخې نيولې تر عملي کاره د ميدان څانګه همدا وه.
فرهنګي او عامه پوهاوي څانګې د اجنډا، ايما فعاليتونو له ويډيويي متن نيولې د دوبيز کمپ په تالار او لويو دهلېزونو کې د فرهنګي بنرونو پورې پر متنونو شپې رڼې کړې وې، دغه ځړېدلي بنرونه کومې تشې خبرې نه وې بلکه هغه د علم په ډګر کې د مسلمانانو د بنسټيز کار د ځلېدلي تاريخ څرکونه وو چې هر يو يې له ځان سره يو لوی پيغام درلود.
په همدې ډول د روغتونونو او روغتيايي مرکز څانګې او د تربيت او انکشاف برخې د پروګرام د بري لپاره له نورو ټولو څانګو سره اوږه په اوږه خوارۍ او سيالۍ کوله.
د دې ټولو خواريو او بوختياو تر شا يو انګېزه ورکوونکی او مورال مشرتابه موجود وو، د ايما رياست چې د دوبيز کمپ دايرولو طرحه يې مطرح کړه او بيا يې د ټولو ننګونو سره د مخامخېدنې اراده رامنځته کړه، دا پر دې ټولو فعاليتونو د مشر له هرمه نيولې بيا د شريک تر قاعدې سم روان و، او دې هر څه دوبيز کمپ دغسې شانداره وځلولو.

د دوبيز کمپ جوړښت!
پروګرام په دريو ورځو ويشل شوی و، هرې ورځې جلا جلسې Sessions درلودې، په مجموع کې اته جلسې وې، لومړۍ ورځ تر ماښام لمانځه وروسته اولينۍ جلسه، په سبا يې ټولې شپږ جلسې او بالاخره په وروستۍ ورځ دوه جلسې او د برنامې پای و.
د جلسو موضوعاګانې په خورا دقت او د وخت له غوښتنې سره سم ټاکل شوې وې، په لنډ ډول موضوعګانې په لاندې ډول وې:
لومړۍ جلسه؛ د ښه راغلاست او قرآني درس جلسه
دويمه جلسه؛ پرانېستونکي جلسه
درېمه جلسه؛ د طبابت په ډګر کې تحقيق Research in Medical Specialties
څلورمه جلسه؛ د ټولنې په پرمختګ کې د مېرمنو ونډه
پنځمه جلسه؛ اسلام او طبابت
شپږمه جلسه؛ د رضاکارانه کار ارزښت او غوښتنې
اومه جلسه؛ د افغانستان صحي سېستم او خدمتونه
اتمه جلسه؛ د ايما ژوند ژغورونکی پروګرام
دې هرې برنامې ته د همدې برخو نامتو مسلکي شخصيتونه رابلل شوي وو او دوی هر يو يې په ريښتيا هم د موضوعګانو حق ادا کړ. د هرې برخې او موضوع د وړاندې کوونکو د تعارف لپاره د دې متن لوستونکي کولای شي د ايما پر فېسبوک پاڼه د هرې جلسې جلا تفصيلي راپورونه وګوري.

دوبيز کمپ؛ د بوختياو تنوع!
دا په سلګونو رابلل شويو ښاغلو او اغلو مېلمنو ته ښه راغلاست، د هغوی راجستر کول، ورته د ايما معلوماتي بروشرونه، دوسيه او قرطاسيه په خورا درنښت سپارل، د هغوی د اوسېدانې ځای برابرول، برنامو ته يې لارښوونه کول او ورسره خوږ او په ورين تندي برخورد او تعامل د ايما د اعضاو اخلاقي او ايماني تربيې يوه عملي تجربه وه.
د لمانځه، مأثوره دعاګانو نيولې تر سپورت او خوب پورې دې ټولو ته په يوه عالي تناسب تياری نيول شوی و، د لمانځه خپل اهتمام کوونکی معلوم و، هغه به د مؤذن او امام غم کاوه، په خپل وخت به اذان کېده او بيا به تر جمعې وروسته د دريو دقيقو درس حديث و، سهار تر لمانځه وروسته به د قران درس و او بيا به د پغمان په ښايسته غونډيو کې د سپورت وخت و، د تفرېح مازيګري هم په کې وو او په هغه زېړي مازيګر کې به مو چې طبي محصلين په هره غونډۍ پر عکاسيو او سياليو کتل نو داسې ښکارېده لکه دا له جنګه ستړی نسل د سولې سره د مودو اشنايي لري.

د ايما رضاکاره برنامې!
ډاکټر سيد خالد راشد د ايما رئيس او قلبي جراحۍ متخصص د ايما د فعاليتونو په اړه وينا وکړه، د ايما رضاکارانه جذبه، اراده او فعاليتونه يې تشرېح کړل، ويې ويل چې ايما يوازينۍ طبي ټولنه ده، چې د تخصص په کچه وړيا کمپونه يې وړاندې کړي، ويې ويل مونږ يو نيم زر وړيا د کترکت (سترګو پردې) عملياتونه ترسره کړي، مونږ د عامې روغتيا وزارت ته د اکمال تخصص په اړه جامع طرحه او تصور شريک کړی، هغه مو د عامې روغتيا وزير صاحب ته تقديم کړې، مونږ د زړه روغتيا په اړه جامع طرحه عامې روغتيا وزارت ته تقديم کړې، دا مو د عامې روغتيا وزارت معينې ډاکټر صاحب مموسۍ ته پرېزېنټ کړه، همدا طرحه مو د عامې روغتيا وزير صاحب ته هم تقديم کړې.
مونږ به د سپتمبر په اته ويشتمه د ايما ژوند ژغورونکې برنامه پيل کړو، مونږ به دا برنامه له مسجدونو شروع کوو، خلک به په دې پوه کوو چې د زړه د حملې په وخت کې کوم اقدامات وکړي او دېته ورته نورو ناروغيو کې څه وکړي؟ دوی ته به د ژوند بنسټيزه حمايه وروښايو. ځکه زمونږ کار رضاکارانه دی.

ايما او د لسګونو محصلينو عضويت!
د برنامې په وروستۍ ورځ ايما د رئيس تر وينا وروسته په لسګونو محصلينو د ايما د همکار غړيتوب فورمې ډکې کړې او او لوړې مراسم يې ترسره شول، د ايما رئيس دوی ته په وينا کې وويل، چې مونږ او تاسو به خپلو ولايتونو ته ځو، هلته به فعاليتونه کوو، نوموړي وويل:
محترمو ورونو د ايما پيغام له ځانونو سره واخلئ، د ايما اينده ستراټيژي به د سټراټيژۍ په توګه تاسو ترلاسه کړئ، خو هله چې تاسو د ايما همکار عضويت واخلئ، غړيتوب ته پر مخ ولاړ شئ او بالاخره Senior Membership ته ورسېږئ، دا شيان د ايما د مسئوليتونو په حساب سره بېل شوي او ټاکل شوي، نور چې تاسو په کومه ورځ دلته راروان شوي يئ تاسو د ايما غړي يئ، ځکه تاسو د خير په دې لوی کار کې مونږ سره شريک يئ، او دا چې الله تعالی له چا نه راضي دی هغه الله تعالی ته معلومه ده، مونږ پر يوې عربي وينا باور لرو چې، )کم منا و ليسوا فينا، و کم فينا و ليسوا منا( څومره به وي چې زمونږ دي خو زمونږ په منځ کې نه دي، رسماً يې مونږ سره تعهد نه دی کړی، خو د ايما رسالت سرته رسوي. او څومره زمونږ په منځ کې دي خو زمونږ نه، نه دي. دوی تعهد هم کړی، ورقه يې هم امضا کړې خو کار نه کوي.

دوبيز کمپ؛ د ويناوالو تأثرونه!
د عامې روغتيا وزارت ارشد مشاور او مخکيني معين ډاکټر صاحب احمدجان نعيم په خپلې وينا کې وويل:
دلته يو شمېر بنسټونه شته، چې هغوی خدای جاتي کارونه کوي، خو که په مجموع کې وکتل شي، نو والنټرېزم يا رضاکاره کار په افغانستان کې ډېر کمزوری دی، په ځانګړي ډول د طب او طبابت په ډګر کې. زه فکر کوم ايما د والنټرېزم په برخه کې يو له مثالونو دی، دوی يوه الګو ده، لږ تر لږه ما لپاره الګو ده، او کېدای شي نورو لپاره هم الګو وي، له همدې امله خو يې د دوبيز کمپ له هدفونو يو يې رضاکاره کار يا والنټرېزم تعين کړی.
ډاکټر مبارک شاه مبارک د افغانستان طبي شورا مخکيني مرستيال وويل مونږ ايما ته د دغه دوبيز کمپ مبارکي وايو، واقعاً له ولايتونو د دومره ډاکټرانو او محصلينو راجمع کول يوه ستره لاسته راوړنه ده. په دې صالون کې مونږ د پارټنرشپ يو ډېره ښه بېلګه ګورو، د هر ولايت نه په کې وګړي شته چې د ګډو موخو لپاره دلته راټول شوي يو او الحمدلله پارټنرشپ زمونږ او ستاسو تر منځ قوی دی او قوي به وي، ځکه زمونږ او ستاسو غرض د خدای رضا ده، د دې سالون معنويت ډېر لوړ دی، او زه له خدايه دعا غواړم چې د دې معنويت له برکته دې پر مونږ رحم وکړي. نوموړي وويل، د خلکو تقديرول د ښې رهبرۍ نښه ده، زه د ايما څخه مننه کوم، د دوی رهبري ستايم او په فعاليتونو کې ورته بری غواړم.
ډاکټر عبدالعلي د افغانستان د طبي شورا د پرلپسې طبي ښوونو CME آمر په افتتاحي جلسه کې وويل: ايما د طبي اخلاقو او Standardization په سلسله کې حتی تر طبي شورا هم مخکښ دی.
ډېرو نور ويناوالو هم خپل تأثرونه په عام او خصوصي محضر کې څرګند کړل.

د پای شېبې:
برنامه د لسګونو محصلينو د همکار عضويت د لوړې پر مراسمو او دعائيه پای ته ورسېده.
د پروګرام په پای کې ټاکل شويو ټيمونو د قصر تالار، اوسېدو ځايونه، خوړنځايونه، دهلېزونه، تشنابونه او هر هغه ځای چې پاکۍ ته يې اړتيا وه په اجتماعي ډول پاک کړل او له يو پاک سوتره او ښايسته قصر سره يې مخه ښه وکړه.

 

دیدگاهتان را بنویسید

Scroll to top