په مومندرې ولسوالۍ کې د ایما له لورې طبي کمپ تر سره شو.
په یاد وړیا طبي کمپ کې په سلګونو ناروغان تشخیص او درملنه یې تر سره شوه، په نوموړي کمپ کې چې د ډاکتر صیب لعل محمد شاه شینواري په مشرۍ د ايما د رضاکارو ورونو په مرسته تر سره شو د پنځوسو ماشومانو د سونتولو (ختنه) او د وینې د لوړ فشار او شکرې ناروغیو په برخه کې د عامه پوهاوي برنامه هم تر سره شوه.
ایما رهبري هیئت ښاغلي داکتر صیب او ورسره ملګرو ته دالله ج له درباره د عظیم اجر غوښتونکى دی.
